د روسيې دفاع وزارت د امريکا د بېپيلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه اعلاميه خپره کړې
CMG2023/03/15 15:19:01
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د مارچ د ۱۴مې نېټې په شپه پر خپلې ویبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې د امريکا يوه اېم کيوـ۹ (MQ-9) ډوله بېپيلوټه الوتکه په همدې ورځ تور سمندر ته غورځېدلې ده.

اعلاميه وايي، چې د امريکې دغه الوتکه د سختې مانورې پر مهال له کنټرول وتلې او نسکوره شوې ده.

په اعلاميې کې ويل شوي، چې د روسیې هوايي ځواکونو په همدې نېټه کريميا ته نژدې د تور سمند د پاسه هوا کې د امريکا يوه اېم کيوـ۹ (MQ-9) ډوله بېپيلوټه الوتکه کشف کړې وه، چې د روسيې د سرحدي سيمې په لوري روانه وه، خو ترانسپوډر (transponder) يې د بندېدو په حال کې و.

اعلاميه وايي، دغه امريکايي بېپيلوټه الوتکه د روسيې د جنګي الوتکو له خوا پېژندل شوې وه او د سختې هوايي مانورې له امله له کنټروله وتلې او سمندر ته غورځېدلې ده. 

لاميه زياتوي، چې روسي هوايي ځواکونو د امريکې د بېپلوټه الوتکې د پېژندنې پر مهال هیڅ وسله نه ده کارولې او نه يې هم الوتکې ورسره ټکر کړی دی.

په اروپا کې د امريکايي ځواکونو قوماندانۍ د مارچ په ۱۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د روسيې دوو جنګي الوتکو په همدې ورځ د تور سمندر د پاسه هوا کې د امريکې د اېم کيوـ۹ (MQ-9) ډوله بېپيلوټه الوتکې مخه نېولې او پایله کې د روسیې يوې جنګي الوتکې سره ټکر شوې او تور سمندر ته غورځېدلې ده.