د چای څښلو پرمهال سلا مشورې وکړئ او ستونزې حل کړئ
CRI2023/03/15 12:58:44
شريکول:

د خلکو ترمنځ څومره واټن شته؟

د چین د مرکزي ان هوي ولايت د هوای بۍ ښار د لين هوان علاقه دارۍ اوسيدونکي وايي، چې د چای په څښلو د خلکو ستونزې حل کېدای شي.

 لين هوان علاقه داري زر کلن تاريخ لري او څه باندې شل چایخونې پکې شته دي.

د چين د ولسي کانګرېس استازي په دغو چایخونو کې، له ۲۰۱۷کال راهيسې ناسته پاسته کوي او د خلکو نظرونه راټولوي.

په ولسي کانګرېس کې د ولسوالۍ او علاقه دارۍ استازي د هرې مياشتې په لسمې نېټې يادو چایخونو کې کيني، د خلکو نظرونه راټولوي او د دوی د ستونزو د حل وفصل لپاره حکومتي ادارو ته وړانديزونه کوي.

دغه استازي څنګه د چای څښلو پرمهال خپل نظرونه څرګندوي او حکومتي ادارو ته وړانديزونه کوي؟

 راځئ! په دې ويډيو کې يې وګورئ.