شي جین پينګ: نړیواله ټولنه باید د عصري کېدو لارې د هوارولو په ترڅ کې ګډ کوښښونه وکړي
CMG2023/03/16 15:07:39
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجینګ کې د چین کمونېست ګوند او د نړیوالو سیاسي ګوندونو د لوړپوړو چارواکو د ډیالوګ په غونډه کې ګډون او د عصري کېدو لارې د هوارولو په ترڅ کې د نړیوالې ټولنې د ګډو کوښښونو تر عنوان لاندې يې وینا وکړه.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، سیاسي ګوندونه د عصري کېدو لاره کې د ستونزو د حلولو دنده پر غاړه لري. د چین کمونېست ګوند به خپل برخلیک د بېلابېلو خلکو له برخلیک سره لا نږدې او ټينګ کړي او د چین شکله عصري کېدو په بهیر کې به نړۍ ته نور زیات ګټور فرصتونه برابر کړي.

نوموړي په اشارې سره وویل، د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې ډېرې ننګونې او ستونزې شته دي، د نړیوال اقتصاد احیا له ننګونو سره مخ دی، د مختلفو سیمو د پرمختګ توپيرونه مخ په زیاتېدو دي او د ایکولوژيکې چاپېریال ککړتیا مخ په سختېدو ده، د انساني ټولنې پرمختګ یو ځل بیا په کلیدي پړاو کې دی. رئيس شي جین پینګ پنځه وړاندیزونه وکړل: نړیواله ټولنه باید تل خلکو ته لومړیتوب ورکړي، باید د خپلواکۍ پر اصولو ټينګار وکړي او د عصري کېدو لارې تنوع دې ولټوي، باید نوښتي نظریې وهڅوي، د خپل پرمختګ بریالیتوبونه دې له نورو سره شریک کړي او عصري لارښوونې دې تضمین کړي.

شي جين پينګ وویل، د عصري پرمختګ عملي کول د چینایانو دایمي هیله ده. د چین کمونېست ګوند په تېرو څه باندې سل کلونو کې د چیني وګړیو په مشرۍ د ملت بیا سمسورتیا لپاره کوښښونه کړي، د څو نسلونو په زیار سره مو د چیني شکله عصري کېدو لاره پيدا کړې ده.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د چین کمونېست ګوند به باکیفیته پرمختګ وهڅوي او د نړۍ وده او سمسورتیا به پر مخ یوسي. چین به د پرمختګ نوي شکل جوړونه چټکه کړي، د لوړې سویې ورخلاصون به لا نور پراخ کړي. په چین کې د عصري تولیدي سیستم په بشپړېدو سره چین به نړیوالو ته نور زیات باکیفیته تولیدات برابر کړي. په عین وخت کې د چین لوی بازار به تل نړیوالو ته پرانیزي. چین به په ټينګه د ودې په برخه کې له پرمختیايي هېوادونو سره مرستې وکړي، غواړي د پرمختللو او پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د توپيرونو کمښت او د ګډ پرمختګ هڅولو لپاره د چین لایحه او خدمتونه برابر کړي. چین غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له سیاسي ګوندونو سره د یو کمربند او یوې لارې باکیفیته پرمختګ پر مخ یوسي.

شي جين پينګ په اشارې وویل، چې د چین کمونېست ګوند به د نړۍ عدالت او مساواتو د ساتنې لپاره تر خپلې وسې پورې کوښښونه وکړي او د نړۍ سوله او ثبات به وهڅوي. نړۍ نوې او نورې سړې جګړې نه غواړي، ځينې هېوادونه د ډیموکراسۍ شعار په اوچتولو سره تضاد او بېلتون هڅوي، دغه کړنې يې له ډیموکراتیکې اېډیالوژۍ سره په ټکر کې دي او پرې نړۍ ګواښوي. چین به په هېڅ وجه زورواکي او تسلط ونه لټوي.

شي جين پينګ زیاته کړه چې د چین کمونېست ګوند به د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې وهڅوي او د انسانانو د تمدن پرمختګ به پرمخ بوزي. نن ورځ د بېلا بېلو هېوادونو راتلونکی او برخلیک یو له بل سره نږدې اړیکې لري، رنګارنګ تمدنونه په ګډه مېشت دي او یو له بل زده کړې کوي او د انساني ټولنې د عصري کېدو بهیر په چټکولو کې يې مثبت رول لوبولی دی. نو هغه د نړۍ د تمدنونو وړاندیز وړاندې کړی او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په نړۍ کې د تمدنونو تنوع درناوی وکړي، د رنګارنګ تمدنونو پر مساواتو دې ټينګار وکړي.

د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو څه دپاسه ۵۵۰ سیاسي ګوندونو او سیاسي سازمانونو مشرانو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.