د هندوراس ولسمشرې سيومارا کاسترو دي زيلايا په وروستيو ورځو کې وویل چې غواړي له چين سره په رسمي توګه ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۵مه نېټه په يوه عادي خبري غونډه کې وويل، چين د هندوراس د څرګندونو هرکلی کوي.
وانګ ون بين وويل، د نړۍ ۱۸۱ هېوادونو له چين سره د يو چين پېژندنې پر اصولو ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې کړې دي. دا په بشپړه توګه ثابتوي چې له چين سره د ډيپلوماټيکو اړيکو ټينګول د تاريخي پرمختګ له عمومي تمايل سره سمون لري او يو سم انتخاب دی. چين غواړي د يو چين پېژندنې په اصولو د هندوراس په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه او همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.