شي جين پينګ: چیني شکله عصري کېدل د سوله ييز پرمختګ پر لار حرکت کوي
CMG2023/03/16 15:13:14
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې د دغه هېواد د کمونېست ګوند او د نړیوالو سیاسي ګوندونو د لوړپوړو چارواکو د ډيالوګ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

شي جين پينګ وويل چې د چين کمونېست ګوند به د نړيوال عدالت ساتنه وکړي او نړيواله سوله او ثبات به پياوړي کړي. چیني شکله عصري کېدل به د استعمار په شان چور او تالا و نه کړي، د زور له لارې به د خپل ځواک پياوړتيا و نه مومي او د سوله ييز پرمختګ پر لار حرکت کوي.