د روسیې او امریکا د دفاع وزیرانو په تور سمندر کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه تليفوني خبرې وکړې
CMG2023/03/16 10:49:48
شريکول:

د روسيې د دفاع وزارت ويبپاڼې د مارچ د ۱۵مې نېټې په شپه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د امريکا په غوښتنه د روسيې د دفاع وزير سیرګي شویګو په همدې ورځ له خپل امريکايي سيال اسټين سره ټيلیفوني خبرې اترې وکړې او د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه په تور سمندر کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه يې د نظريو تبادله وکړه.

شویګو په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې امریکا د روسيې له اړوندو مقرراتو سرغړونه کړې او د کریمیا په ساحل باندې د دغه هېواد بېپيلوټه الوتکې الوتنه يې ګواښ وباله چې په سیمه کې د وضعیت د لا خرابېدو لامل به وشي.

په اروپا کې د امريکا د قوماندانۍ د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دغه هېواد يوهMQ-9  بېپیلوټه الوتکه په همدې ورځ د تور سمندر په شاوخوا هوا کې د Su-27په ډول د دوو روسي جنګي الوتکو له خوا مخنيوی شوه او په اخل کې په نژديو اوبو کې نسکوره شوه.