چين په انټرنټ کې د قانون حاکمولو په اړه سپين کتاب خپور کړ
CMG2023/03/16 15:52:30
شريکول:

چين د مارچ په ۱۶ مې نېټې په انټرنټ کې د قانون حاکمولو په اړه سپين کتاب خپور کړ .

دا د چين د انټرنېټ د قانون حاکمولو په اړه لومړی سپين کتاب دی او پکې له ۱۹۹۴م کال راهيسې له نړيوالې انترنېټي شبکې سره د دغه هېواد د انټرنېټ د اتصال په اړه تجربې او معلومات راټول او شریک شوي دي.

د دغه سپين کتاب له مخې، چين له ۱۹۹۴م کال راهيسې د انټرنېټ په اړه تر ۱۴۰ زيات قوانين جوړ او تطبيق کړي دي. په تېره بيا يې په دې وروستيو کلونو کې پنځه قوانين (د انترنېټ د امنيت قانون، د ډېټاګانو د خوندېتوب قانون، د شخصي معلوماتو د ساتلو قانون، د مخابراتي او انرنېټي فريبونو ضد قانون) جوړ او تطبيق کړي چې په دې سره يې د انټرنېټي شبکې دوامدار او سالم پرمختګ تامين کړی دی.  

په دغه سپين کتاب کې راغلي، چين د خپلواکۍ، مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ د نړيوالې انټرنېټي شبکې د ادارې د اصلاحاتو لپاره هڅې کوي.