د سعودي عربستان او ايران د ديپلوماتيکو اړيکو اعاده کېدل به د يمن د حالاتو د ښه والي په ګټه وي
CMG2023/03/16 10:50:25
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د مارچ په ۱۵مه نېټه د يمن په اړه د م م د امنيت شورا په علني غونډه کې وينا وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران د پلاويو ترمنځ د خبرو اترو پايلې په یمن کې د وضعیت ښه والي لپاره زمينه برابره کړي.

ګنګ شوانګ وويل، د يمن اوسنی امنيتي وضعيت لا تر اوسه کمزوری دی. له ۵ میاشتو څخه زیات وخت کېږي چې اوربند مات شوی او په ځینو سیمو کې جګړې کله کله پېښېږي. چين د جګړې پر مختلفو خواوو غږ کوي چې زغم او صبر دې وساتي، د متقابل باور له تخريب او د وضعيت له ترينګلتيا څخه دې ډډه وکړي. په یمن کې بشري وضعیت لا هم کړکیچن ښکاري. په عین وخت کې، له یمن سره د ملګرو ملتونو ډېر مرستندویه پروګرامونه د ناکافي پانګو له امله د ختمېدو له خطر سره مخ دي.  چين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې په يمن کې بشري او پرمختيايي مرستې زياتې کړي ترڅو په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د عملياتو لپاره کافي مالي ضمانت برابر شي. دغه راز د ملګرو ملتونو پر بشري عملياتو غير معقول محدوديتونه دې لرې شي.

ګنګ شوانګ وويل، خبرې اترې د يمن مسئلې د حل يوازنۍ واقعي لار ده.