جاپانیانو د دغه هېواد د وسلو د پراخې سوداګرۍ پر ضد لاریون وکړ
CMG2023/03/16 10:51:11
شريکول:

 د جاپان د ۲۰۲۳م کال دفاعي او امنیتي تجهیزاتو نړیوال نندارتون د مارچ په ۱۵مه نیټه د دغه هېواد په چیبا کن ولایت کې پرانستل شو. څه د پاسه ۳۰۰ جاپانيان د نندارتون مخې ته راټول شوي او د دغه هېواد د وسلو د پراخې سوداګرۍ پر ضد يې لاریون وکړ.

 دا دوهم ځل دی چې جاپان یاد نندارتون جوړوي، لومړی ځل په ۲۰۰۹م کال کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې له ۶۵ هېوادونو څخه د پوځي تجهیزاتو ۲۵۰ شرکتونو ګډون کړی چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله څه باندې ۱۰۰ شرکتونو زیاتوالی موندلی دی.