د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجینګ کې د چین کمونېست ګوند او د نړیوالو سیاسي ګوندونو د لوړپوړوچارواکو د دیالوګ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د انسانانو ګډ ارزښتونه خپاره کړي، سوله، پرمختګ، عدالت، مساوات، دیموکراسي او ازادي د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډه هیله ده، هر څوک باید بېلابېل تمدنونه درک کړي او په زور خپله نظریه او پر نورو ور ونه تپي او یو له بل سره دې ایدیولوژيکه مقابله و نه کړي. (هیله)