پوتین: د نارډ سټريم د نل ليکو چاودنه د هېواد په کچه ترهګریز برید دی
CMG2023/03/16 10:48:59
شريکول:

نیویارک تایمز ورځپاڼې د مارچ په ۷مه نېټه د امریکا د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا د تش په نوم وروستیو استخباراتو له مخې، د اوکراين حکومت ته يوې نژدې ډلې د نارډ سټريم نل ليکې ته چاودنه ورکړه. د اوکراين د دفاع وزير الېکسي رزنيکوف د روانې مياشتې په ۸مه نېټه په يادې چاودنې کې د اوکراين لاس لرل رد کړی دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه په دې اړه له روسي رسنيو په يوه مرکه کې د نيويارک ټايمز ياد خبر بې بنسټه بللی دی. هغه وویل چې د نارډ سټريم پر نل ليکو چاودنه د هېواد په کچه یو تروریستي برید و. دا ټولو ته پټه خبره نه ده.

پوتین وویل، د سمندر تر سطحې لاندې لویه چاودنه یوازې د متخصصینو تر لارښوونې لاندې تر سره کېږي چې د هېواد په کچه پوره ملاتړ ته په کار دی. نوموړي زياته کړه چې امریکا لیوالتیا لري چې اروپایي بازارونو ته د روسی انرژۍ د لېږلو مخنيوی وکړي او پر ځای يې اروپا ته خپل طبیعي ګاز صادر کړي.