د عصري کېدو په بهیر کې د ستونزو هوارولو په اړه د چین لایحې
CMG2023/03/17 15:06:19
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجینګ کې د چین کمونېست ګوند او د نړیوالو سیاسي ګوندونو د ډیالوګ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د عصري کېدو لارې د لټولو په اړه د چین کمونېست ګوند پېژندنې بیان کړې او د عصري کېدو لارې د هوارولو په اړه يې د چین لایحه وړاندې کړه.

عصري کېدل د نړیوالې ټولنې عمومي هیله ده. بېلا بېل هېوادونه د پرمختګ په مختلفو پړاوونو کې پراته دي او بېلا بېل تاریخونه یا کلتورونه لري، نو د عصري کېدو په اړه د مختلفو هېوادونو پېژندنې هم بېلې دي. اوس د نړۍ پرمخ څو ننګونې او ستونزې موجودې دي او د انساني ټولنې د عصري کېدو بهیر په کلیدي موده کې دی. نړۍ څنګه عصري ټولنه غواړي او په کومې لارې دغه عصري ټولنه عملي کېدای شي؟ رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دغو پوښتنو ته د چین لایحې وړاندې کړې دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ۵ وړاندیزونه وکړل چې نړیواله ټولنه باید تل خلکو ته لومړیتوب ورکړي، باید د خپلواکۍ پر اصولو ټينګار وکړي او د عصري کېدو لارې تنوع دې ولټوي، باید نوښتي نظریې وهڅوي، د خپل پرمختګ بریالیتوبونه دې له نورو سره شریک کړي او عصري لارښوونې دې تضمین کړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، عصري کېدل د ځينو هېوادونو امتیازي حق نه دی، د نورو د پرمختګ مخنیوی ځان ته ګټې نه شي اړولی. له دې څخه ښکاري چې یو هېواد د عصري جوړونې په ترڅ کې دې د عامه مقرراتو رعايت وکړي، په عین وخت کې باید د خپلو حالاتو سره سم پر خپلو ځانګړتیاوو ټينګار وکړي او له نورو سره دې ګټور فرصتونه برابر او په ګډه ښه راتلونکی جوړ کړي.

د تېر کال په اکتوبر کې د چین کمونېست ګوند په شلم کانګرس کې د چین شکله عصري جوړونې په اړه نظریې وړاندې او بیانې کړې. رئيس شي جين پينګ په یاده غونډه کې بیا د نړۍ لپاره د چین شکله عصري جوړونې ارزښت بیان کړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې چین به د عصري کېدو لارې د هوارولو په بهیر کې د نړیوال پرمختګ لپاره نوي ګټور فرصتونه برابر کړي، د انسانانو لخوا د عصري جوړونې لارې د لټون لپاره به نوي حیاتي ځواک او خدمتونه وړاندې کړي. ویل کېږي چې د چین شکله عصري جوړونې په تطبیق سره په نړۍ کې د سولې ځواک او د نړیوال عدالت ځواک زیات شوی دی.

رئيس شي جين پينګ په یاده غونډه کې پر لومړي ځل د ګردې نړۍ د تمدن تړون وړاندې کړ، پکې غوښتنه يې وکړه چې نړیواله ټولنه باید د تمدن تنوع درناوی وکړي او د نړیوالو تمدنونو تبادلې او همکارۍ دې پياوړې کړي.

د عامو افکارو په اند، د ګردې نړۍ تمدن وړاندیز د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو نظریې، د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز او د ګردې نړۍ د امنیت وړاندیز وروسته نړۍ ته د چین بله مهمه نظریه ده. د قبرس سیاستوال ستیفنوس ستیفنو وویل، د ګردې نړۍ د تمدن وړاندیز له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې په اړه د نړیوالې ټولنې هڅولو او د شخړې او کړکېچ د کمولو لپاره ګټور دی، او هغه کار به پرمخ يوسي چې د سولې، متقابلې زده کړې، ډیالوګ او ټولشموليت له لارې د انسانانو گډ هوسا ژوند عملي کړي.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د ګردې نړۍ د تمدن ډیالوګ او همکارۍ شبکې جوړونې وړاندیز هم وړاندې کړ، دا به د بېلا بېلو هېوادونو د تمدنونو د تبادلې او همکارۍ لپاره یو نوی څپرکی برابر کړي.