د تجارت نړيوال سازمان د سوداګرۍ او چاپيريال کميټې دوه ورځنۍ رسمي غونډه د مارچ په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېده. د غونډې ګډونوالو پر سوداګرۍ د چاپيريال د ساتنې تګلارو د اغېزو په اړه خبرې اترې کړې دي. د چين وړانديز چې وايي، د اروپا د کاربن سرحد د سمون ميکانيزم په اړه دې ځانګړي بحثونه تر سره شي، د غړو هېوادونو زياته پامونه راجلب کړې ده.
د ناروې، فليپين، سينګاپور، هند او برازيل په ګډون غړو هېوادونو ويلي، چې د چين وړانديز رغنده دی. هند دا هم زياته کړه چې د چین وړاندیز د تجارت نړيوال سازمان د وزيرانو په کچه د ۱۲م کنفرانس له پرېکړه ليک سره سمون لري. (ژباړه: شکريه)