د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جيو ټينګ د مارچ په ۱۶مه نېټه وويل چې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو ۱۳۳م نندارتون به د اپريل له ۱۵مې نېټې څخه د مې تر ۵مې نېټې پورې په درېيو پړاوونو کې په ګوانګ جو ښار کې تر سره شي او د نندارتون په وخت کې به انلاین او افلاين فعالیتونه تر سره شي او د نندارچیانو لپاره به د ټولې ورځې انلاین خدمتونه وړاندې شي.