د چین د بهرنیو چارو وزارت : روسیې ته د شي جین پینګ سفر به د دوستۍ، همکارۍ او سولې سفر وي
CMG2023/03/17 21:45:19
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مارچ په ۱۷مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې   روسیې  ته د  چین د دولت د رئیس شي جینګ پینګ د راتلونکي سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، دغه سفر به  د دوستۍ، همکارۍ او سولې سفر وي.

وانګ ون بین وویل، رئیس شي جین پینګ او ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کلونو کې نږدې اړیکې ساتلې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو ستراتېژیکو همکاریزو اړیکو د دوامدار او سالم پرمختګ لارښوونه یې کړې،  د لویو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او دوستانه همکارۍ یوه کارنده او بریالۍ لار  یې موندلې او د نړیوالو اړیکو لپاره یې نوې نمونه جوړه کړې ده.

وانګ ون بین وویل، رئیس شي جین پینګ به روسیې ته د دې سفر پرمهال له ولسمشر پوتین سره د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه د نظریو تبادلې وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژیکې همغږۍ او صادقانه همکارۍ ته به دوام ومومي او دوه اړخیزو اړیکو ته به نوی خوځنده ځواک ور وبښي.

وانګ ون بین زیاته کړه چې د چین او روسیې اړيکې د کومې خوا پر وړاندې، متحدې يا مقابلې نه دي او دواړه هېوادونه پر دې بنسټ هڅه کوي چې رښتینی څو اړخیزم عملي کړي، نړیواله دیموکراسي وهڅوي، نړیواله اداره اصلاح کړي او د نړیوال پرمختګ لپاره کار وکړي.

ده وویل چې چین به د اوکراین په مسئله کې عادلانه دريځ غوره کړي او ښکیلې خواوې به  د سولې خبرو ته وهڅوي.