پوتین: په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د بهرنۍ سوداګرۍ اندازه ۸،۱ سلنه زیاته شوې
CMG2023/03/17 10:30:23
شريکول:

 د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ۱۶مه نېټه د دغه هېواد د صنعتکارانو او د تصدیو خاوندانو په کلنۍ غونډه کې وويل چې په ۲۰۲۲م کال کې د روسيې د بهرنۍ سوداګرۍ حجم ۸،۱ سلنه زيات شوی او ۸۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

 د پوتین په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې، د روسیې د صادراتو ارزښت ۱۹،۹ سلنه زیات شوی او د وارداتو ارزښت ۱۱،۷ سلنه کم شوی او د سوداګرۍ مثبت بېلانس ۳۳۲ ملیارډ امریکایي ډالره دی.

 پوتین وړاندوینه وکړه چې د روسیې اقتصاد به د روان کال په دویمه ربعه کې تر زياتې اندازې پرمختګ ومومي. هغه وویل چې د لویدیځ د بندیزونو له امله د روسیې اقتصاد د ۲۰۲۲م کال په جون کې سخت زیانمن شوی، خو د تیر کال له جولای راهیسې د روسیې اقتصاد د ودې پر لور روان شوی دی.