شي جين پينګ د نړيوال تمدن پېښنهاد وکړ
CMG2023/03/17 15:37:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۵ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو لوړپوړي ديالوګ ته د بشري ټولنې د عصري کېدو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي او د نړيوال تمدن پېشنهاد يې وکړ.

انسانان څه ډول د عصري کېدو بهیر ته اړتيا لري؟ شي جين پينګ دغې پوښتنې ته په خواب کې وویل، د عصري کېدو بهیر د پرمخ بيولو ترڅنګ دې د خلکو غوښتنو او ګټو ته لومړيتوب ورکړل شي، د عصري کېدو لارې تنوع توب دې وساتل شي، د عصري کېدو بهیر دې دوامدار وي، ګټې يې دې له خلکو سره شريکې شي.

د نوموړي په خبره، هر هېواد چې عصري کېدل غواړي، خپلې ګټې دې له نورو هېوادونو سره شريکې کړي او پرمختللي هېوادونه دې له بې وزلو هېوادونو سره مرسته وکړي.

شي جين پینګ په خپلو خبرو کې د چين د عصري کېدو بهیر ته داسې اشاره وکړه، د دغه بهير په پرمخبيولو سره به د چين ګڼ نفوس په ګډه شتمن شي، مادي او معنوي تمدونونه به يې یو  له بل سره همغږي ولري، انسانان او طبيعيت به يو له بل سره همغږي او د سوله ييز پرمختګ پر لارې به ټينګار وکړي.

شي جین پينګ په دغه ديالوګ کې په لومړي ځل د نړيوال تمدن پېشنهاد وکړ، چې له مخې يې دې بېلابېل هېوادونه يو د بل تمدن ته درناوی وکړي، د انسانانو ګډ ارزښتونه دې خپاره کړي، د تمدن د دوامدار پرمختګ او نوښت لپاره دې ګډې هڅې وکړي او نړيوالې کلتوري تبادلې دې پياوړې کړي. د نوموړي په وينا، نړۍ کې مختلف تمدونونه په همغږۍ سره شتون لري او يو له بل څخه زده کړه کوي، چې همدا د بشري ټولنې د عصري کېدو او د نړيوالو تمدونونو د سمسورتيا لپاره بې بديله رول لوبوي.