د فلسطين د روغتيا وزارت د مارچ په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د اردن سيند د لوېديځې غاړې په جنين ښار کې ۴ فلسطينيان وژلي دي.
د عيني شاهدانو په خبره، اسرائيي ځواکونو په همدې ورځ د جنين د کډوالو په يو کمپ کې د خپلو عملياتو په ترڅ کې له فلسطينيانو سره جګړه وکړه.
د فلسطين روغتيا وزارت زياته کړه، چې د دې جګړې له امله نور ۲۰ کسان ټپيان شوي او د ۴ تنو حالت يې نازک ښودلی دی.
د اسرائيلو رسنيو خبر ورکړ چې په وژل شویو کې د فلسطين اسلامي جهاد ډلې دوه وسله وال شامل دي او اسرائيلي عسکرو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.