چين ګانګ د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير ديميتري کوليبا سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/03/17 10:28:11
شريکول:

 د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مارچ په ۱۶مه نېټه له خپل اوکرايني سيال ديميتري کوليبا سره ټليفوني خبرې اترې وکړې.

 چينګ ګانګ وويل، د چين او اوکراين د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۳۱ کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو اړيکې تل پرمختګ ساتلی دی. اوکراین له چين سره د متقابل درناوي پر بنسټ د صادقانه اړيکو د ټينګېدو لپاره کوښښ کوي، چين د دې ستاينه کوي او غواړي له اوکراین سره د دوه اړخيزو اړيکو د دوامدار او ثابت پرمختګ د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي. د چين او اوکراين ترمنځ عملي همکاري ټينګ بنسټ او ستر بالقوه توان لري او د چيني شکله عصري کېدو بهير به د چين او اوکراين ترمنځ د متقابلو ګټورو همکاريو لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړي.

 کوليبا وويل، چين نه يوازې د اوکراين مهم همکار دی، بلکې په نړيوالو چارو کې کليدي ځواک هم دی. هغه چين ته د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د روغې جوړې په برخه کې د وروستي برياليتوب له امله مبارکي وویله. اوکراین به د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي، د چين ځمکنۍ بشپړتيا ته به درناوی وکړي او هیله لري چې له چين سره متقابل باور او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.