جاپان او کوریا جمهوریت د خپل‌منځي اړیکو د عادي کېدو اعلان وکړ
CMG2023/03/17 15:39:13
شريکول:

د جاپان صدراعظم فوميو کيشيدا د مارچ په ۱۶مه نېټه په توکيو کې د کوريا جمهوريت له ولسمشر يون سيک يول سره خبرې اترې تر سره کړې دي. دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې خپل‌منځي اړیکې به بېرته عادي کړي چې مخکې يې د مجبور شويو کارګرو په شمول د يو لړ تاريخي مسئلو له امله زيانمن شوې وي. خو د کوریا جمهوریت او جاپان خلکو د دواړو مشرانو له يادو خبرو اترو سره مخالفت ښودلی او په همدې ورځ ګڼ شمېر يې د جاپان د صدراعظم ماڼۍ مخې ته لاريون وکړ.

 دا له تېرو څلورو کلونو راهيسې جاپان ته د کوريا جمهوريت د ولسمشر لومړی سفر دی. فوميو کيشيدا او يون سيک يول د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې په ماښام سره خبرې اترې وکړې او په ګډه يې يوه خبري ناسته جوړه کړه.

دواړه مشران د يادو خبرو اترو په ترڅ کې د خپلمنځي سرمشریزې کتنې د بیا پیل او د امنیتي او اقتصادي ډيالوګ په اړه موافقې ته رسېدلي دي.