چیني استازي له نړیوالې ټولنې څخه له افغانانو سره د مرستې غوښتنه وکړه
CMG2023/03/18 11:29:22
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي شارژدافیر سون جه چيانګ د مارچ په ۱۶مه نېټه وويل، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا په برخو کې د مرستې لاس وغځوي، ترڅو افغانان ژر تر ژره له کړکېچ څخه راووځي او ښه راتلونکې جوړه کړي.

سون جه چیانګ په همدې ورځ د افغانستان په اړه د امنيت شورا له يوې غونډې وروسته وويل، چين د امنيت شورا د هغو پرېکړه ليکونو هرکلی کوي، چې له مخې به يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) ماموريت وغځول شي او د ملګرو ملتونو سرمنشي به په خپلواکه توګه د افغانستان د اړوند وضعيت ارزونه وکړي. اوس مهال افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په کیلیدي پړاو کې دی او په امنیتي، بشري او اقتصادي برخو کې له ګڼو او سختو ننګونو سره مخ دی. د نوموي په ټکو، بېلا بېلې خواوې باید د ملګرو ملتونو له مهم رول ملاتړ وکړي، له افغانانو سره دې له ناورین د وتلو مرسته وکړي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له دوامدار کار څخه دې ملاتړ وکړي او  له افغانستان سره دې مرستو ته دوام ورکړي، څو د دغه هېواد بشري وضعیت ښه شي، اقتصادي پرمختګ وموندل شي او د حکومتدارۍ توان يې پياوړی شي.

سون جه چیانګ وويل، نړيواله ټولنه د افغان مسئلې په اړه ګډې تمې او اندېښنې لري. د ستونزې ریښتیني حل، فشارونو او بندیزونو ته نه، بلکې متقابل احترام، صبر او اغېزمنو اړیکو ته اړتیا لري. د امنیت شورا د پرېکړې له مخې به د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغان چارواکو سره د نظريو د تبادلې پر بنسټ د دغه هېواد د وضعیت په اړه ارزونه وکړي. چين هيله لري چې دغه ارزونه به د افغانستان پر بيړنيو ستونزو تمرکز وکړي، د افغانستان د بشري ناورين په کمولو کې به مرسته وکړي، د دغه هېواد اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته به وده ورکړي او له افغان چارواکو سره به د نړيوالې ټولنې د تماسونو لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل، یو اړخیز بندیزونه په افغانستان کې بشري بحران لا پسې زیاتوي، نوځکه ياده ارزونه باید دغې ستونزې ته هم پاملرنه وکړي.