د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د چین مصرفي اندازه
CMG2023/03/18 11:27:44
شريکول:

 د چین د احصايې ملي ادارې د مارچ په پنځلسمه د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې ملي اقتصادي شمېرې  خپرې کړې. معلومات ښيي، چې د مصرف ښه والی د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د اقتصادي فعاليتونو د ښه والي يوه نښه ګرځېدلې ده. بهرنيو رسنيو په دې اړه د تبصرو په خپرولو سره ويلي، د مصرف انډول د چين د اقتصادي بيارغونې بهير د پيل څرګندونه کوي او د اروپایي ټولنې او امريکا په پرتله د چین اقتصادي  وضعیت ډېر ښه دی. 

د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې، په چين کې د ټولنیزو مصرفي توکو د پرچون عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳،۵ سلنه زياته شوې، چې په کې د  ژوندانه د بنسټیزو توکو لګښت په چټکۍ لوړ شوی دی. 

رویټرز راپور ورکړی، چې د ناکافي بهرنۍ غوښتنې په ګډون له بېلابېلو ننګونو سره سره، د چین اقتصاد بيا هم د ۲۰۲۳م کال په لومړیو دوو میاشتو کې د بیا رغونې تمایل ښودلی، چې په عمده توګه د مصرف او بنسټیزو تاسیساتو د پانګونې لخوا پرمخ وړل شوی.  په راپور کې راغلي، چې د خواړو مصرف له دې مخکې د کرونا وبا له امله ډېر اغیزمن شوی و او د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې يې د ۹،۲ سلنې وده ترلاسه کړې. راپور د څېړونکو په حواله ویلي، چې د مصرف او عمومي تګلارو له امله به په راتلونکو څو میاشتو کې د چین د ودې سرعت نور هم چټک شي.

د مودي د پانګوالو خدمت شرکت لوړ پوړي مرستيالې لينا چوی رسنیو ته وويل، چې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول اړوند د چین د تګلارو د تعديل او د مصرف د هڅولو د يو لړ تګلارو له امله، د چین د اقتصادي بیا رغونې نښه رامنځته شوې ده. 

فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې د چین مصرفي اندازه د بازار لخوا ډېره  برابره شوې او د بازار له پخواني اټکل سره سمون خوري. راپور د اکسفورډ د اقتصاد  څېړنیز انسټيټیوټ د لوړ پوړي اقتصاد پوه لویس لو په حواله ویلي، چې هغه او د ده همکاران په دې باور دي، چې د چین اقتصادي بیا رغونه به د مصرف له مخې پرمخ ولاړه شي او د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د چین مصرفي ارقام د دغه هېواد د اقتصادي بیا رغونې بهیر پیل څرګندوي.

د چین د احصايې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د پسرلني جشن په موده کې د خلکو تګ راتګ او کلتوري مصرف په ښکاره توګه زیات شوی دی. روان کال د چین د پسرلني جشن په موده کې د سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۱،۲ سلنه زيات شوی، د کورنيو سيلانيانو شمېر يې ۲۳،۱ سلنه زيات شوی او د سيلانيزو ادارو او اړوندو چارو عايدات يې هم ډېر زيات شوي دي. 

 د سي اېن اېن راپور په ګوته کوي، چې د چین یاده مصرفي اندازه له بهرنۍ تمې سره سمون لري. برسېره پر دې، د ثابتو شتمنیو د پانګوونې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۵ سلنه زياتوالی ښيي ، چې له وړاندوينې څخه لوړه ده. راپور د بريتانيا د اقتصادي څېړنيزې ادارې په حواله وايي، چې د روان کال په پيل کې پر اقتصاد د کرونا وبا اغېزه کمزورې شوې، دغه راز د چين اقتصادي وضعيت په چټکۍ ښه  شوی دی.  راپور د پينپوینټ د شتمنيو د مديريت د شرکت (Pinpoint Asset Management Limited) د تحليل په حواله هم وويل، د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه خپاره شوي معلومات ښيي، چې د چين اقتصاد په سمه لار روان دی.

 د زای کیپیټل د پانګونې شرکت مشر نعیم اسلام په وینا، د نورو هېوادونو په پرتله، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د چین اقتصادي ارقام ډېر ښه  دي. هغه وويل، که موږ د اروپایي ټولنې، امریکا او د چین شمېرو ته وګورو، نو موږ به پوه شو، چې د چین معلومات ډېر ښه دي.