په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو په نمايندګیو کې د چين دايمي استازي چن شوي د مارچ په ۱۷ مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲ مه غونډه کې د ۷۰ هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه او د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې د خپرېدو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت يې نظرونه څرګند کړل.
استازي چن شوي وويل، د اتباعو اقتصادي، ټولنيز او کلتوري او د پرمختګ حقونه د سياسي حقونو په شان ډېر مهم دي او نړيواله ټولنه باید ورته ډېر اهمیت ورکړي، دغه راز د خلکو د پرمختګ حق دې وساتي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې هېوادونه دې يو د بل درناوی وکړي، خپلمنځي خبرې او همکارۍ دې پياوړې کړي او د بشري حقونو د ساتلو چارې دې په ګډه پرمخ يوسي او د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې عملي کولو ته دې نوی خوځنده ځواک برابر کړي.