ديموکراتيکې کوريا (شمالي کوريا) د مارچ په ۱۶ مې نېټې د پيونګ يانګ له نړيوال هوايي ميدان څخه هواسونګ-۱۷ باليستيک توغندی ازمويلی او د یاد هېواد د چارواکو په وینا، چې دغه ازموينه يې د امريکا او د کوريا جمهوريت لمسوونکي او يرغلګر پوځي تمرين ته د غبرګون لپاره ځانګړې کړې ده.
د یادولو ده، چې د ديموکراتيکې کوريا رهبر کيم جونګ اون د ياد باليستيک توغندي د ازموينې ځای ته ورغلی او د دې دندې هدایت يې ورکړی دی.