د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د مارچ په ۱۷ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړ، چې د برازيل ولسمشر لولا به د مارچ له ۲۶ مې تر ۳۱ مې نېټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي او بېجينګ پدې باور دی، چې دغه سفر به د چين او برازيل د نوې زمانې د اړيکو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتېژيکې او همکاريزې اړيکې نوې مرحلې ته داخلې شي او د سيمه يیز او نړيوال ټیکاو او سمسورتيا لپاره نوی خدمتونه وکړي.
وانګ ون بين وويل، چين او برازيل مخ پر ودې لوی هېوادونه دي او يو د بل هراړخيز ستراتېژيک همکاران دي. له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې، چې نړيوال وضعيت وخت ناوخت بدلېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بيا هم ثابت پرمختګ کوي او په بېلابېلو برخو کې يې همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د لويو مخ پر ودو هېوادونو تر منځ د يووالي، همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره يې نمونه جوړه کړې ده.