ترکيه په ناټو کې د فلنډ د غړيتوب د تصويب چارې پيلوي
CMG2023/03/18 10:40:19
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د مارچ په ۱۷ مې نېټې وويل، چې هېواد يې له ناټو سره د يوځای کېدو لپاره د فنلند له هڅو ملاتړ کوي او پرېکړه يې کړې، چې  په ناټو کې د فلنډ د غړيتوب د تصويب چارې پيل کړي.

رجب طيب اردوغان يادې خبرې  په انقرې کې د فنلند له ولسمشر نينيستو سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وکړې.  همدارنګه نوموړي وويل، هغه له سويډن څخه غوښتي چې ۱۲۰ ترهګر ترکيې ته وسپاري، خو سويډن يې غوښتنه نه ده منلې، نوځکه يې په ناټو کې د سويډن  شمولیت نه دی تصويب کړی.

د فنلند ولسمشر نينيستو د اردوغان د يادې پرېکړې هرکلی وکړ او ويې ويل، چې هېواد يې له ناټو سره د سويډن د يوځای کېدو هيله لري او د سويډن له غړيتوب پرته به د ناټو رسمي غړی ونه ګرځي.

سويډن او فنلند د ۲۰۲۲م کال په مې کې ناټو ته د غړیتوب غوښتنې وړاندې کړې. د مقرراتو له مخې، دواړه هېوادونه د ناټو د ۳۰ هېوادونو له ګډې موافقې وروسته، د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کولی شي، خو تراوسه ترکيې او هنګري  په ناټو کې د سويډن او فنلند د شاملېدو غوښتنه نه ده تصويب کړې.