د چین ميدیا ګروپ خبریالې هو پينګ پينګ د مارچ په ۱۵مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد له ولسمشر عارف علوي سره مرکه وکړه.
ولسمشر عارف علوي په دې مرکه کې لومړی د چين د دولت رئيس په توګه د شي جين پينګ د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي څرګنده کړې. د هغه په خبرو، چین د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ په نړۍ کې ښه بڼه جوړه کړې او د انسانانو د راتلونکي پرمختګ لپاره یې ډېر مهم لارښوونکی رول لوبولی دی. د شي جين پینګ مشرۍ نه يوازې چين ته ښه بدلون ورکړی، بلکې نړۍ ترې ښه اغېزمنه شوې ده.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان خلک د يو کمربند او يوې لارې له پروژې ډېر راضي دي، چين د يو کمربند او يوې لارې پروژې افريقا او منځني ختيځ ته راوړلې دي. هغه زیاته کړې، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د ټولو هېوادونو له همکاريو څخه هرکلی کوي. دغه پروژه نه یوازې د چين او پاکستان ترمنځ همکاري ده، بلکې د بېلابېلو هېوادونو پانګونو ته هم هيله لري.
نوموړي ويلي، پاکستان د چين ډېر اعتبار لرونکی ملګری دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د غر په څېر لوړې او د سمندر په څېر ژورې دي. د هغه په ټکو، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به په دومدار ډول د سيمه ييزې سولې د خونديتوب په برخه کې مهم رول ولوبوي. نوموړي هیله ښودلې چې دواړه هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د رامنځته کېدو د لسمې کليزې په درشل کې د ياد اقتصادي دهليز ابادۍ ته چټکه وده ورکړي.