چين په جنورۍ او فبرورۍ کې د ۲۶۸ ميليارډو او ۴۴۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولي
CMG2023/03/19 14:45:49
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت يو نوی شمېر خپور کړی، چې له مخې يې د سږ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې دغه هېواد د ۲۶۸ ميليارډو او ۴۴۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولې او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۶ اعشاريه ۱ سلنه زيات شوی.

د صنعتونو له لحاظه، په خدمتي چارو کې د چين له خوا کارول شوي بهرنۍ پانګې ۱۰ اعشاريه ۱ سلنه زياتې شوې. د لوړ تخنيک په صنعتي چارو کې کارول شوي بهرنۍ پانګې ۳۲ سلنه زياتې شوې، چې پکې د لوړ تخنیک په تولیدي صنعت کې ۶۸ اعشاريه ۹ سلنه زياتې او د لوړ تخنيک په خدمتي صنعت کې ۲۳ اعشاريه ۳ سلنه زياتې شوې.

د پانګو د سرچينې له لحاظه، د یو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او د اسيان پانګونې په جلا جلا توګه ۱۱ سلنه او ۱۱ اعشاريه ۸ سلنه زياتې شوې دي.