د استوايي سیمو بړبوکيو له امله په مالاوي کې ۴۳۸ تنه مړه شوي
CMG2023/03/19 14:02:50
شريکول:

د مالاوي د ناورينونو پروړاندې د چمتو والي چارو ادارې د مارچ د ۱۷مې نېټې په شپه يوه اعلاميه خپره کړه، چې له مخې يې، د فريډي په نوم د استوايي سیمو د ګرد بادونو یا بړبوکیو له امله سيلابونه، طوفانونو او د ځمکې ښوېيدو پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې د دغه هېواد په جنوب کې ۴۳۸ تنه مړه شوي، ۹۱۸ تنه ټپيان شوي، ۲۸۲ تنه ورک شوي او تر ۳۴۰ زرو زيات وګړي خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي.

تر اوسه پورې د مالاوي حکومت د یادو ګرد بادونو یا بړبوکیو له امله ځپل شویو خلکو لپاره ۵۰۵ لنډمهالي کمپونه جوړ کړي او د خلکو د ژغورونې چارې روانې دي.

د مالاوي ولسمشر چکويرا د مارچ په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ، چې د ګرد بادونو یا بړبوکیو د قربانيانو په مناسبت به ۱۴ ورځې ملي ماتم دوام ولري او د دغه ناورين له امله اوښتو زیانونو د جبران لپاره يې  يو ميليارډ او ۵۰۰ زره امريکايي ډالره پيسې بيلې کړي.

د یادو بړبوکیو له امله په موزامبيک او ماداګاسکار کې هم په جلا جلا توګه ۷۳ تنه او ۱۷ تنه مړه شوي دي.