شي جين پينګ یو ځل بیا نړيوال وړاندیز وکړ
CMG2023/03/19 14:05:55
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۵مه نېټه د چين د کمونيست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو ترمنځ د لوړې کچې ډیالوګ په غونډه کې د نړيوال تمدن وړاندیز وکړ. دا وړاندیز د ۲۰۲۱م کال د نړيوال پرمختګ او د ۲۰۲۲م کال د نړيوال امنيت له وړاندیزونو وروسته، د شي جين پينګ له خوا برابر شوی بل وړاندیز دی. 

یاده غونډه د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس او د چين د دوو مجلسونو له کلنيو غونډو وروسته تر سره شوې. د چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې وړاندې شوی چې د چيني شکله عصري کېدو له لارې په هر اړخيزه توګه د چيني ملت بيا سمسورتيا ته وده ورکړي.

 د چيني شکله عصري کېدل د چين د وضعيت او د نړيوالو حالاتو پر بنسټ وړاندې شوی چې نه يوازې د تاريخي کلتور ساتنه ده، بلکې له عصري تمدن سره يو ځای شوی دی. دا د چین لپاره د پياوړي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره مناسبه او د بشري پرمختګ او د نړۍ د يووالي په هڅولو کې د چين ضروري لاره ده.

شي جين پينګ څو ځلې دې ته اشاره کړې چې په اوس وخت کې ټولې خواوې بايد په ګډه د نړۍ د ادارې له ننګونو سره مقابله وکړي. د نړیوال پرمختګ بهیر سخت زیانمن شوی دی. د نړۍ په شاوخوا ۷۰ هیوادونو کې ۱،۲ میلیارډ وګړي د وبا، غلودانو، انرژۍ او پورونو له بحرانونو سره مخ دي او په تېرو څو لسیزو کې د نړۍ د بېوزلۍ د کمولو لاسته راوړنې ښايي بې ګټې وي. د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۶مه غونډه کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او د دوامدار پرمختګ لپاره يې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال اجنډا د پلي کېدو غوښتنه وکړه. د ۲۰۲۲م کال د جون په مياشت کې رئيس شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د سرمشریزې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې ډيالوګ مشري وکړه او د نړيوال پرمختګ وړاندیز د پلي کولو لپاره يې د چین ۳۲ عمده تدبيرونه اعلان کړل.

 د نړيوال پرمختګ وړاندیز د نړيوالې ټولنې مثبت غبرګونونه تر لاسه کړي دي.  د ملګرو ملتونو په شمول څه د پاسه سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له دغه وړانديزه خپل ملاتړ څرګند کړی او څه نا څه ۷۰ هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د نړيوال پرمختګ وړانديز د ملګرو په ډله کې ګډون کړی، چې دغه ډله د چين له خوا جوړه شوې.

 خوندیتوب د پرمختګ لپاره بنسټيز شرط دی. د بېلا بېلو اوسنیو امنيتي ننګونو په وړاندې، رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د بواو اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې د نړيوال امنيت وړاندیز وکړ او پر نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د ګډ، مجموعي، هراړخيز، همکاريز او دوامدار امنيت پر مفهوم دې ټينګار وکړي، د ټولو هېوادونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی وکړي، د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو مراعات دې وکړي، د بېلا بېلو هېوادونو معقولو امنیتي اندېښنو ته دې پاملرنه وکړي او د خبرو اترو او مشورو له لارې دې د شخړو په سوله ایز حل ټینګار وکړي. دغه وړانديز له شته نړيوالو امنيتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د چين پلان بلل کيږي.

د چین له خوا د نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن وړانديزونو د نړۍ د ټولو خواوو ډېرې پاملرنې جلب کړې دي.

د سلوانيا پخواني ولسمشر ترک وويل، يوه بله هڅونكې خبره دا ده چې سعودي عربستان او ايران په دې وروستيو كې د ډيپلوماتيكو اړيكو د بيا پيلولو لپاره موافقه كړې ده. ده ويلي: زما په اند دا يوه ثابته بېلګه ده چې ښيي چين په نړيوالو چارو كې د رغنده رول لوبولو په ژمن دی.