د چين د شينجيانګ استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه غونډه کې د ترهګرۍ زیانونه بیان کړل
CMG2023/03/19 14:26:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۲۵مه غونډه کې د چين د شينجيانګ استازي واژسجان ميميت د مارچ په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه غونډه کې په خپله وینا کې د ترهګرۍ زیانونه بیان کړي دي.

۱۳ کاله کېږي چې واژسجان ميميت د شينجيانګ د اقسو سیمې د يوچتورپان ولسوالۍ د يوتبېشي کلي د پوليسو اداره کې کار کوي. د هغه په وينا،‌ څو کاله مخکې يې د ډېرو ترهګريزو پېښو په مخنیوي کې ګډون کړی او‌ په دې بهير کې يې د ترهګريزو پېښو له امله د ګڼ شمېر عامو خلکو د سر او مال زیانونه لیدلي دي. 

ده ویلي چې ترهګريزو پېښو د ټولنې ثبات او د بېلا بېلو قومونو خلکو ته ډېر زیان رسولی دی.

نوموړي ويلي، چې په شينجيانګ کې د قانون له مخې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د خلکو د سر او مال امنيت، د ټولنې ثبات او بشري حقونو د ساتلو لپاره مناسب ګام دی.  شينجيانګ د توندلارۍ او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي، په دې بهير کې د هېڅ قوم پر ضد تبعيض شتون نه لري.