په اوسنۍ زمانه کې د عصري ټرانسپورټي وسايلو له پرمختګ سره له آسونو د ټرانسپورټي وسیلو په توګه کار اخیستل د کمېدو په حال کې دي، خو د چين په شينجيانګ کې د آسونو اړوند کلتوري، سيلانيزو او سپورټي چارو پرمختګ کړی دی.
په چين کې آس لوبو کې له ۶۰ سلنې زيات آسونه د شينجيانګ له ئيلي څخه غوره شوي.
په شينجيانګ کې د غوښو او شیدو ځانګړي آسونه هم روزل کېږي او هر کال ۷۵ زره ټنه با کیفیته غوښه بازار ته وړاندې کوي.
د شينجيانګ د آسونو د صنعتي چارو د ټاکلي پلان له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې به په شينجيانګ کې د روزل شويو آسونو شمېر له يو ميليون څخه زیات شي او د آسونو د صنعتي چارو ارزښت ۱۴ميليارډو يوانو ته ورسيږي.