په چين کې سيلانيزې چارې د بيا سمسورتيا په حال کې دي
CMG2023/03/19 14:38:59
شريکول:

د چین د کلتور او سيلانۍ وزارت په دې وروستيو کې ويلي چې د اټکل له مخې، سږ به د چین په داخل کې له څلور میلیارډه ډېر داخلي تفریحي سفرونه وشي او دا شمېره به د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاته شي.

یاد وزارت همدارنګه ویلي چې سږ به په هېواد کې دننه د سيلانيزو سفرونو عايدات شاوخوا ۴۰۰۰ میليارډو يوانو ته ورسېږي او عایدات به يې د تېر کال په پرتله ۹۵ سلنه زیات شي.

د چين د سيلانيزو چارو ټولنې سرمنشي جانګ ژون ګانګ ويلي، چې د ۲۰۲۳م کال له پيل راهيسې سيلانيزې چارې په چټکه توګه اعاده شوي دي. په سیلانيزو سيمو او هوټلونو کې د مسافرو شمېر حتی تر ۲۰۱۹م کال زیات شوی. د سيلانيزو چارو بيا سمسورتيا د بېلابېلو ځايونو په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لوبولی دی.