د تور سمندر د بندرونو له لارې د کرهنيزو محصولاتو د ټرانسپورټ تړون تمديد شوی
CMG2023/03/19 13:51:08
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د مارچ په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د تور سمندر د بندرونو له لارې د کرهنيزو محصولاتو د ټرانسپورټ تړون يو ځل بيا تمديد شوی دی. خو هغه د تړون د ځنډېدو موده نه ده په ډاګه کړې.

نوموړي زياته کړه، د دغه تړون له لاسليکېدو راهيسې نژدې ۲۵ ميليونه ټنه غلې دانې د تور سمندر د بندرونو له لارې څه باندې ۴۰ هېوادونو ته صادرې شوې دي او دې کار د حبوباتو د نړيوالو بيو د لوړوالي په مخنيوي او د نړيوالو بازارونو په ثبات کې رغنده رول لوبولی دی.

د روسي رسنیود خبر له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې زاخارووا د مارچ په ۱۸مه نېټه وویلي چې روسيې موافقه کړې چې د تور سمندر د بندرونو له لارې د کرهنيزو محصولاتو د ټرانسپورټ تړون د اعتبار موده به ۶۰ ورځې وځنډيږي او دغه خبر يې د تړون لاسليکوونکو خواوو ته ورکړی دی.