د روسيې د بېلا بېلو کچو وګړي له دغه هېواد څخه د شي جين پينګ رسمي ليدنې ته سترګې په لار دي
CMG2023/03/19 13:09:22
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي. د روسيې د بېلا بېلو برخو او ټولنو شخصيتونو په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د باکيفيته پرمختګ ستاینه کړې او د شي جين پينګ دغه سفر ته يې هیله بښونکی بللی دی. د روسيې د علومو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او نړيوالو اړيکو څېړنيز مرکز د چيني سياست او اقتصاد څانګې مدير سيرګې لوکونين ويلي، د شي جين پينګ له دغه سفره ښکاري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېر مهم ارزښت لري او دواړه خواوې به رښتينی څواړخيزم عملي کړي، د نړۍ څو قطبي کېدو او د نړيوالې ادارې اصلاحاتو ته به پرمختګ ورکړي او د نړيوال پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.

د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې مرستيال سيرګې ساناکويف ويلي، تېر کال د روسيې او چين ترمنځ د سوداګرۍ اندازه له ۱۹۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه او نوی ريکارډ يې جوړ کړی و. هغه هيله ښودلې، چې روسيې ته به د شي جين پينګ سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نوې مرحلې ته داخل کړي.

د روسيې مشهورې هنري فعالې ايرينا زاخارووا ويلي، چې د شي جين پينګ دغه سفر به د روسيې او چين ترمنځ کلتوري تبادله او د خلکو متقابل تفاهم پياوړی کړي.