لي چيانګ خپل قطري سيال ته د مبارکۍ پيغام لېږلی
CMG2023/03/20 10:14:32
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د مارچ په ۱۷مې نېټې محمد بن عبدالله رحمن الثاني ته د قطر د نوي صدراعظم او  بهرنيو چارو وزير د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

لي چيانګ په خپل پيغام کې ويلي، چې له تېرو کلونو راهيسې، د چين او قطر تر منځ اړيکو د رئيس شي جين پينګ او امير تميم بن حمد الثاني تر لارښوونې لاندې ښه پرمختګ موندلی دی.

نوموړي په پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چين او عربي هېوادونو د لومړۍ سرمشريزې په څنډې کې له امير تميم بن حمد الثاني سره کتلي او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ په اړه يې نوي مهمې نظريې وړاندې کړې دي.

لي چيانګ په پيغام کې زياته کړې، چې هغه د چين او قطر تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له خپل قطري سیال سره يو ځای د مشرانو ګډې نظريې پلي کړي، څو د دواړو هېوادونو خپلمنځي ستراتيژيکي اړيکې نوی پرمختګ ومومي.