د چین بهرنیو چارو وزارت د امريکې د ۲۰۲۲م کال د ډیموکراسۍ حالاتو په اړه راپور خپور کړی
CMG2023/03/20 14:38:09
شريکول:

د چین بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۲۰مې نېټې د امریکې د ۲۰۲۲م کال د ډیموکراسۍ حالاتو په اړه راپور خپور کړی دی.

ياد وزارت ويلي، چې دغه راپور يې د ګڼ شمېر واقعیتونو له مخې برابر کړی او د کارپوهانو نظرونو ته يې پکې پوره ځای ورکړی دی.

دغه راپور په تېر کال کې د امریکې ډیموکراسۍ رښتینی حالت انعکاس شوی، د دغه هېواد له ګډوډۍ، ناورينونو او ډیموکراسۍ یې پرده پورته کړې او نړیوالو ته يې د امریکې د تش په نوم ډیموکراسۍ رښتينې بڼه ښکاره کړې ده. 

په دغه راپور کې راغلي، چې امریکا په ۲۰۲۲م کال کې د ډیموکراسۍ او سیاست د کمروزتیا او د ټولنيزې ګډوډۍ په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ وه او په دغه هېواد کې د سیاسي شخړو او د شتمنو او بېوزلیو ترمنځ د سختو توپيرونو په شمول ستونزې هم مخ په سختېدو دي.

 ویل کېږي، چې د امریکې شکله ديموکراسۍ نيمګړتياوې خورا زياتې شوې او په دغه هېواد کې يې پر سیاست او ټولنې پوره نفوذ ښندلی او د ادارې او نظام ستونزې يې پکې راپورته کړې دي.

  (هیله)