حسن شکري: مصر او ترکیه د سیاسي اړیکو د عادي کېدو نیت لري
CMG2023/03/20 09:58:49
شريکول:

د مصر بهرنیو چارو وزیر سامیح حسن شکري د مارچ په ۱۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د مصر او ترکیې ترمنځ اړیکې له ډېرو کالونو راهيسې تاوجنې پاتې شوي او اوس د دواړو هېوادونو مشرانو د خپلمنځي سیاسي اړیکو د بيا عادي کېدو نیت ښودلی دی.

شکري په همدې ورځ له خپل ترکي سیال احمد داود اوغلو سره په قاهره کې کتلي دي. نوموړي ورپسې په یوې خبري ناستې کې ویلي، چې له داوداوغلو سره يې د مصر او ترکیې ترمنځ د اړیکو د بيا عادي کېدو پر ګامونو بحث کړی او په وينا يې، دواړه خواوې به په مناسب وخت کې یو بل ته سفیران ولیږي. 

داود اوغلو خبریالانو ته ویلي، چې هغه له مصر سره د اړیکو د ښه والي په پار قاهرې ته تللی او خپل مصري سیال سره يې د دواړو هېوادونو د مشرانو د کتنې په پار خبرې کړې دي.

د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۳م کال کې له دندې څخه تر ګوښه کېدو وروسته، د مصر او ترکیې اړیکې خرابې شوي او د ډيپلوماتیکو اړیکو درجه يې بيخي ټيټه شوې ده. د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په ۲۰۲۱م کال کې د اړيکو د عادي کېدو په پار خبرې او مشورې بیا پيل کړې او په تېره بیا په دې وروستیو څو میاشتو کې يې اړیکې د بیا عادي کېدو په حال کې دي او متقابل تګ راتګ يې زیات شوی دی. (هیله)