د امريکا د مينيسوډا ايالت د ککړتیا مخنيوي ادارې پدې وروستیو کې خبر ورکړی، چې د دې ايالت د منټيسلو ښار په يو اټومي برېښنا کوټ کې د ټريټيوم (Tritium) د ليکېدو پېښه وشوه او شاوخوا ۱۵۱۰ ليټره ککړې اوبه ترې بهيدلي دي.
يادې ادارې ويلي، چې دغه اټومي برېښنا کوټ د امريکا ایکسيل انرژۍ(Xcel energy) شرکت پورې اړه لري او دغه شرکت د ۲۰۲۲ کال د نومبر په پای کې تر ځمکې لاندې د اوبو نوبتي څار پر مهال د يادو اوبو د بهېدو غوڅې پايلې وموندلې او همغه مهال يې ډېر ژر د مينيسوډا اړوندې ادارې او د امريکا اټومې اداري کمېسيون ته خبر ورکړی دی.
ټريتيوم (Tritium) د هايډروجن په اړه يو ډول راډيو اکتيف مواد دی.
د امريکا ایکسيل انرژۍ(Xcel energy) شرکت له يادو موندنو ۴ مياشتې تېرې شوي، خو حکومت يې تر اوسه جدي ګامونه نه دي پورته کړي او د سیمې د خلکو اندېښنې يې را پورته کړې دي.