روسي رسنیو له دغه هېواد څخه د شي جين پينګ د رسمي ليدنې په درشل کې په دغه ژبه د ((د شي جين پينګ خوښ کلاسيک اثار)) د دوهم څپرکي خپريدل پيل کړي.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د روسيې د ملي راډيو ټلويزیون مشر دوبرودييف د مارچ په ۲۰مه نېټه د دغه پروګرام د خپرېدو په مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.
دواړو خواوو وويل، چې په ښه توګه به د مهمو او لویو رسنیو رول ولوبوي، د نړيوال تمدن پېشنهاد په اساس به د چين او روسيې ترمنځ د راکړې ورکړې او متقابلو زده کړو او د خلکو ترمنځ د نږدېوالي د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته به پرمختګ ورکړي.
((د شي جين پينګ خوښ کلاسيک اثار)) پروګرام د روسي، انګليسي، جاپاني، کوريايي او هسپانيايي ژبو په شمول زياتو ژبو ژباړل شوی او په بهر کې د دغه پروګرام د کتوونکو عمومي شمېر ۴ ميليارډو او ۷۹۸ ميليونو تنو ته رسېدلی دی.
د نوموړي پروګرام د خپرېدو مراسم
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د وينا په حال کې
د روسيې د ملي راډيو ټلوېزیون مشر دوبرودييف د وينا په حال کې