ولاديمير پوتين: د روسيې او چين ترمنځ اړيکو د لويو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او نويو همکاريو نمونه جوړه کړې
CMG2023/03/20 17:57:52
شريکول:

له روسيې څخه د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې د پيل په درشل کې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ۲۰مه نېټه د خلکو په ورځپاڼې کې ((د راتلونکې لپاره د روسيې او چين ترمنځ همکاريزې اړيکې)) تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه.  نوموړي په دغه ليکنه کې چينايانو ته نيکې هيلې وړاندې کړې او ويلي يې دي، چې د روسيې او چين ترمنځ اړيکو د لويو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او نويو همکاريو نمونه جوړه کړې او هيله يې ښودلې، چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د دواړو خواوو ترمنځ د بېلا بېلو برخو همکاريو ته نوی قوي خوځنده ځواک برابر کړي.

پوتين په دغه ليکنه کې ويلي، چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر ډېر مهم دی او يو ځل بيا ښکاري، چې د روسيې او چين ترمنځ همکاريزې اړيکې ځانګړی ارزښت لري او د متقابل باور، ملي حاکميت ته د يو بل د درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ جوړې شوي.

د پوتين په دغه ليکنه کې راغلي، چې روسيه او چين د داسې سيمه ييز او نړيوال امنيتي سيستم د جوړولو په هڅه دي، چې پر برابرۍ، پرانیست‌یتوب او ټولشمولیت به ولاړ وي او د درېيم هېواد پر ضد به نه وي.