شي جين پينګ د دوستۍ، همکارۍ او سولې په سفر روسيې ته ځي
CMG2023/03/20 14:44:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د مارچ له ۲۰ مې تر ۲۲ مې نېټې پورې د روسيې د ولسمشر په بلنې دغه هېواد ته رسمي سفر وکړي. دا بهر ته د چين د دولت رئيس په توګه له بيا ټاکل کېدو وروسته د شي جين پینګ لومړی سفر دی. دغه سفر د دوستۍ، همکارۍ او سولې سفر بلل کېږي او د چين او روسيې د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړیکو د پرمختګ لپاره به لارښوونه وکړي او نقشه به يې وپنځوي.

د چين او روسيې مشران نږدې اړیکې ساتي. کله چې شي جین پینګ د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې په لومړي ځل د چين د دولت رئيس په توګه وټاکل شو، نوموړي بهر ته د خپل لومړي سفر  منزل د روسيې هېواد ټاکلی و. ولاديمير پوتين د ۲۰۱۸ م کال په مې کې د چين ميډيا ګروپ له رئيس شن های شيونګ سره د مرکې پر مهال شي جين پينګ خپل مناسب همکار او د باور وړ ښه دوست وباله.

په تېرو لسو کلونو کې د چين او روسيې ترمنځ اړيکو د دواړو مشرانو په مشرۍ ډېر پرمختګونه کړي دي. شي جین پينګ د ۲۰۱۹م کال په جون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ۷۰ مې کليزې په درشل کې يو ځل بيا په رسمي سفر روسيې هېواد ته ورغی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې زمانې د هراړخیزو ستراتېژيکو همکاريزو اړیکو د ټينګېدو اعلان يې وکړ.

دواړو مشرانو په تېرو لسو کلونو کې ۴۰ ځلې سره ليدلي او د لویو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او ښه ګاونډيتوب یوه کارنده لار يې موندلې او د نړيوالو اړيکو لپاره يې نمونه جوړه کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ څه موده مخکې د دغه هېواد د دوو ملي غونډو په څنډه کې وويل، چې د چين او روسيې اړيکې پر ناپيېلتوب ولاړې دي او تقابل کې نه دي او د درېيمې خوا په هدف نه دي، دغه راز د نړۍ پر هېڅ هېواد ګواښ نه پېښوي او د درېيمې خوا د مداخلې او لمسون تر اغېز لاندې نه راځي. نړۍ چې هر څومره ترينګلې شي،  چين او روسيه به هڅې کوي چې خپلو اړيکو ته ثابت پرمختګ ورکړي.

دا روسيې ته د چين د دولت رئيس په توګه له ټاکل کېدو راهيسې د شي جين پینګ نهم سفر دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څو ورځې وړاندې وویل، چې شي جين پينګ به د دغه سفر پر مهال له پوتين سره د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه يیزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي،  د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژیکې همغږۍ او صادقانه همکارۍ ته به دوام ومومي او دوه اړخیزو اړیکو ته به نوی خوځنده ځواک ور وبښي.

چين او روسيه يو د بل لومړی لوی ګاونډي هېوادونه دي او دواړه هېوادونه نوی مخ پر ودې بازاري هېوادونه هم دي او له اوږدې مودې راهيسې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پراخوي.

۲۰۱۹م کال د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټینګېدو ۷۰ مه کليزه وه. د همدې کال په سپتمبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګازو پايپ لين چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو له ډېرو مهمو پروژو څخه دی او په نړۍ کې تر ټولو زيات اوږدوالی لري،  ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ساينس، ترافيکي تاسيساتو، د مالونو او خدماتو سوداګرۍ په برخو کې هم همکارۍ پراخې شوې دي. په ۲۰۱۳م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت څه کم ۹۰ میليارډه ډالره ښودل شوی، خو په ۲۰۲۲م کال کې دغه شمېر له ۱۹۰ میليارډو ډالرو څخه اوښتی او په چټکۍ د دواړو هېوادونو د مشرانو ټاکلې موخې (۲۰۰ میليارډو ډالرو) ته د رسېدو په هڅه کې دی.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين وويل، چې چين او روسيه هڅه کوي چې” يو کمربند او يوې لار“ وړانديز او د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاد وصل کړي. د نوموړي په وينا، چين به باکيفيته پرمختګ وهڅوي، ورخلاصون به پراخ کړي او د نوی پرمختګ بڼه به جوړه کړي او همدا به د روسيې په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د پرمختګ نوي فرصتونه برابر کړي.

چين او روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه دي او د نړۍ مهم او لوی هېوادونه هم دي او اړيکي يې نه يوازې د دواړو هېوادونو پر ودې، بلکې پر نړيوال وضعيت هم اغېز لري. شي جين پینګ د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې د مسکو نړیوالو اړیکو پوهنځي کې د خپلې وينا پر مهال له بېلابېلو هېوادونو وغوښتل چې د همکارۍ او ګډو ګټو پربنسټ نړيوالې اړيکې ټينګې کړي.

پدې وروستيو کې د اوکراين ناورین د نړۍ د پام وړ ګرځېدلی دی. چين د روان کال په فبرورۍ کې د يوه سند په خپرولو سره د دغه «ناورین» د سياسي حل په اړه خپل دريځ بيان کړی او روسیې يې ستايلی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين وویل، روسيې ته به د رئيس شي جین پینګ سفر د سولې سفر وي او هېواد يې د اوکراين په مسئله کې عادلانه دریځ غوره کړی او هڅه کوي چې د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې خبرو لپاره رغنده رول ولوبوي.

وانګ ون بين وويل، روسيې ته د رئيس شي جين پينګ سفر د سولې لپاره مهم دی. د نوموړي په وينا، چين د اوکراين په مسئله کې تل د سولې او خبرو همدا راز د تاريخ د سم لوري ترڅنګ ولاړ دی او په دې باور دی چې سياسي خبرې د شخړو يوازينی حل لار ده او د وسلو ورکول او بنديزونه یوازې تضادونه زياتوي او شخړې شديدوي او دا د زیاترو هېوادونو له ګټو او هيلو سره سمون نه لري. وانګ ون بين وویل، چين به د اوکراين په ګډون د نړيوالو او سيمه يیزو تودو مسئلو په برخه کې عادلانه دريځ غوره کړي او د ناورینونو د سياسي حل لپاره به پرله پسې رغنده رول ولوبوي.