په مرکزي افريقا کې پر چيني شرکت د بريد په تړاو د چين د بهرنيو چارو وزارت غبرګون
CMG2023/03/20 15:10:37
شريکول:

د مرکزي افريقا جمهوريت کې د مارچ په ۱۹مې نېټې د چين پر يوه ملکي شرکت وسلوال  بريد شوی، چې له امله يې ۹ چينيان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مارچ په ۲۰مې نېټې د يادې پېښې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې پېښې ته لوړه پاملرنه کړې او بهرنيو چارو وزارت ته يې حکم کړی، چې د ټپيانو د درملنې لپاره تر وسې هڅې وکړي او د دې پېښې د حل چارې دې په ښه توګه تر سره کړي او د دې ترڅنګ د مرکزي افريقا حکومت بايد بريدګر ونيسي، سخته سزا بايد ورکړي او د چيني اتباعو امنيت بايد وساتي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې دغه وزارت د رئيس شي د حکم له مخې د کونسلۍ د ساتنې لپاره بېړنی ترتيب نېولی او په چين کې يې د مرکزي افريقا سفارت ته احتجاج وړاندې کړی دی.

په مرکزي افريقا کې د چين سفارت خپله کاري ډله د پېښې ځای ته لېږلې او د دې هېواد له اړوندو ادارو سره د پېښې د مالومولو په اړه په همغږۍ بوخته ده.