شي جين پينګ د روسيې پلازمينې مسکو ته ورسېد
CMG2023/03/20 18:46:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې پر ځايي وخت د مارچ د ۲۰مې نېټې په ماسپښين د ځانګړې الوتکې له لارې د دغه هېواد پلازمينې مسکو ته ورسېد.

روسيې په هوايي ډګر کې له رئيس شي جين پينګ څخه د هرکلي تاوده مراسم ترسره کړل.

شي جين پينګ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه د مارچ په ۲۰مه نېټه له روسيې څخه رسمي لېدنه پيل کړې او دغه سفر به د مارچ تر ۲۲مې نېټې پورې دوام ولري.