شي جين پينګ مسکو ته له رسېدو وروسته يوه ليکلې وينا خپره کړه
CMG2023/03/20 20:28:11
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې پر ځايي وخت د مارچ د ۲۰مې نېټې په ماسپښين د ځانګړې الوتکې له لارې د دغه هېواد پلازمينې مسکو ته ورسېد او يوه ليکلې وينا يې خپره کړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې څرګنده کړه، چې هغه لس کاله مخکې په لومړي ځل د چين د دولت د رئيس په توګه له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړه او د دغه هېواد له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د هراړخيز پرمختګ نوې پاڼه پرانيستله .

دواړو هېوادونو له تېرو لسو کلونو راهيسې د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د ګډو ګټو د همکاريو په بڼه د لويو هېوادونو ترمنځ د نوي ډول اړيکو نمونه جوړه کړې. د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو  پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته رښتينې ګټې رسولي، بلکې د نړيوال پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

نومړي هيله وښودله، چې د دغه سفر په ترڅ کې له ولسمشر پوتين سره د دوه اړخيزو اړيکو او مهمو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي او د نوې زمانې لپاره د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکې همغږۍ او همکاريو نقشه جوړه کړي.