فلسطين او اسرائيل هوکړه کړې، چې ټول يواړخيز اقدامات به پای ته رسوي
CMG2023/03/20 13:57:50
شريکول:

د مصر په شرم الشېخ ښار کې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د حالاتو د ارامولو په پار پنځه اړخيزه غونډه د مارچ په ۱۹مې نېټې پای ته ورسېده.

په دغې غونډې کې د فلسطين، اسرائيل، مصر، اردن او امريکا سياسي او امنيتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبري رسنيو ته ویلي، چې ياده غونډه د دغه هېواد په العقبه ښار کې د سږ کال د فبرورۍ د غونډې دوام و او هدف يې دا بللی، چې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د يواړخيزو اقداماتو او تاوتريخوالو مخه ونيسي او سوله ييزې خبرې پيل کړي.

د غونډې ګډونوالو هېوادونو په يوې ګډې اعلامیې کې ويلي، چې د اسرائیل حکومت او د فلسطین ملي ادارې ژمنه کړې، چې سمدستي به تر شپږو میاشتو پورې ټول يواړخيزاقدامات پای ته رسوي.