د چين د شينجیانګ په اييلي ولسوالۍ کې د غواګانو فارمونه او ميله
CMG2023/03/20 16:17:50
شريکول:

د چين د شينجیانګ په اييلي ولسوالۍ کې د غواګانو او غوايانو د ساتلو او روزلو ډېر فارمونه شته دي.

 په دغې ولسوالۍ کې د غواګانو او غوايانو د پېر او پلور پراخې مېلې کيږي او ډېری سوداګر هملته ورځي او د خپلې خوښې غواګانې، خوسکۍ، خوسي او غوايان پکې اخلي.

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې، له شينجيانګ څخه ۳۶۹ زره او ۹۰۰ غواګانې او غوايان د چين ګوټ ګوټ ته انتقال شوي، چې دا د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۱۳۴ سلنه زياتوالی ښيي.

په شينجيانګ کې په دې وروستيو کالونو کې په لويې پيمانې د غواګانو فارمونه جوړ شوي دي.