چين: امريکا او لوېديځ هېوادونه دې پر نورو هېوادونو يواړخيز بنديزونه لغوه کړي
CMG2023/03/21 10:45:52
شريکول:

د يواړخيزو او جبري بنديزونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي دوهان په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امريکا پر ځينو بهرنيانو او بهرنيو تصديو بنديزونه لګولي، شتمنۍ يې ور کنګل کړي او د دغو کسانو او تصديو د کار او ازادۍ په ګډون پر بنسټيزو بشري حقونو يې څرګند تېری کړی دی او د ده په ټکو، د امريکې دغه کړنې د بشري حقونو له نړيوالو معيارونو سره سمون نه لري. 

د غلو دانو حق په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي فخري هم د دغې شورا ۵۲ مې غونډه ته ويلي، چې ځينو هېوادونو يو اړخيز بندیزونه د ځان په ګټه کارولي او د نورو هېوادونو په بشري حقونو يې تېری کړی، چې له امله یې د غلو دانو له بحران سره د ځينو هېوادونو د مقابلې توان کمزوری شوی دی.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۰ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د يادو چارواکو څرګندونو د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده او چين له امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو څخه غواړي، چې د نړيوالې ټولنې عادلانه اواز واوري، پر نورو هېوادونو دې یواړخيز بنديزونه لغوه کړي او د دوی بشري حقونو او همداراز د نړيوال قانون حاکمولو ته دې درناوی وکړي.