ابراهيم رئیسي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز بلنه تر لاسه کړه
CMG2023/03/21 10:15:32
شريکول:

د ايران د ولسمشر د دفتر د سياسي چارو مرستيال مشر محمد جمشيدي د مارچ په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر ابراهيم رئيسي سعودي عربستان ته د سفر په اړه د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز بلنه تر لاسه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې سلمان بن عبدالعزيز په خپل پيغام کې د سعودي او ايران د خپلمنځي سیاسي اړيکو د اعاده کېدو هرکلی کړی او په وينا يې، دواړه هېوادونه به د وروڼو په څېر اړيکې جوړې کړي.

جمشيدي ويلي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د ايران ولسمشر ابراهيم رئیسې ته بلنه ورکړې، چې رياض ته سفر وکړي او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه خپلمنځي اقتصادي او سیمه ييزې همکارۍ هم پياوړې کړي.

ابراهيم رئیسي د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز پر بلنې خوښي څرګنده کړه او چمتوالی یې ښودلی، چې هېواد به یې له سعودي سره خپلمنځي اړيکې پراخې کړي.

سعودي عربستان او ايران د مارچ له ۶مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د چين په منځګړيتوب په بېجينګ کې د خپلمنځي ستونزو د هوارۍ په موخه خبرې وکړې او د روانې مياشتې په ۱۰مې نېټې يې هوکړه لاسلیک کړه او ورپسې چين، سعودي عربستان او ايران په يوې ګډې اعلاميې کې وويل، چې سعودي عربستان او ايران د خپلمنځي سیاسي اړيکو د بیا جوړولو په اړه موافقه کړې ده.

په اعلاميې کې راغلي، چې درې واړه خواوې به هڅې وکړي، چې د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول وساتي او نړيواله او سيمه ييزه سوله او ثبات به پياوړي کړي.