بېجينګ: د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا نوی سند ستايو
CMG2023/03/21 10:44:50
شريکول:

د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پدې وروستيو ورځو کې د موريتانيا په پلازمينې نواکچوت کې ترسره شوې او ګډونوالو يې د دغه سازمان او چين ترمنځ د وروستيو کلونو همکاريزې لاسته راوړنې مثبتې ارزولي او په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران د خبرو د لوی پرمختګ هرکلی يې کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۰ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل، چې د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو شورا په خپلې ۴۹ مې غونډې کې د چين په اړه يو دوستانه سند تصويب کړی، د دغه سازمان او چین ترمنځ د همکاريو پرمختګونه يې پکې ستايلي او هيله يې پکې ښودلې، چې د دواړو خواوو ترمنځ دوستانه همکارۍ لا پیاوړې شي.

 وانګ ون بين وويل، چې هېواد يې د يادې شورا دغه سند ستايي او په وينا يې، په دغه غونډه کې د چين په منځګړيتوب د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د عادي کېدو ځانګړی هرکلی شوی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د اسلامي هېوادونو د يووالي او دوستۍ ټينګښت د چين او اسلامي هېوادونو ګډه هيله ده.